ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۳ میلیارده افغانیو په لګښت ۶ پروژې منظورې کړې

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۲۳
ملي تدارکاتو کمېسیون د  ۳.۳ میلیارده افغانیو په لګښت ۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۸مه نېټه د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته ۱۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

له هراړخیز بحث وروسته  د ۳ میلیارده او ۳۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت ۶ پروژې منظورې شوې او په ۶ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. همدارنګه د څلورو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. په همدې ډول یوه پروژه بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وسپارل شوه او د بلې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته هدایت وشو، چې تدارکاتي پروسه یې له سره و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند، د پروان ولایت د بګرام او کوه ساپي ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک، د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسول او همداراز په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۲مه نېټه په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۸:۴۲
Background image

د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې. . .

BACK TO NEWS