محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې تولیدي) شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه تولیدي شرکت د محصولاتو ستاینه وکړه او مسوولینو ته یې ټینګار وکړ، چې د کمیت ترڅنګ کیفیت ته هم پوره پاملرنه وکړي. د دغه تولیدي شرکت مسوولینو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ته د کیفیت ساتلو او معیارونو په پام کې نیولو ډاډ ورکړ.
مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې تولیدي شرکت کې شاوخوا ۳۰ میلیون ډالر پانګونه شوې، چې په میاشتني ډول ۶۰۰ ټنه خوراکي غوړيو او همدارنګه پنځه زره ټنه حیواني خوراکې او چرګانو دانې د تولید وړتیا لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS