د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۹:۴۴
The Deputy Prime Minister for Economic Affairs participated in the mourning ceremony for the late Haji Khalil-ur-Rahman Haqqani.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن سهار د پکتیا ولایت، ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله پاک روح ته دعا وکړه او هغه یې یو پیاوړی مجاهد او د ولس رښتنی خدمتګار وباله او ویې ویل چې دا د اسلامي امارت له پاره یوه نه جبرانېدونکې ضایع ده.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د فاتحې نورو ګډونوالو د شهید د کورنۍ غړو او د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي سراج الدین حقاني صاحب ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل او د خدای تعالی په دربار کې یې شهید ته د فردوس جنت او وارثینو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS