محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د نندارتون د پرانیستې مراسمو ته په وینا کې وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته، د سوداګرو پر وړاندې خنډونه راکم او د خصوصي سکتور لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي، ځکه د خصوصي سکټور مشارکت د اقتصادي ودې لپاره اساسي اهمیت لري.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د امام ابو حنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د افغانستان او سیمې ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم اقدام ګڼل کېږي.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، نننی نندارتون د سوداګریزو محصولاتو او تولیداتو په برخه کې د افغانستان بالقوه ظرفیتونه په سمه توګه معرفي او د افغانستان د تولیدي، زراعتي، صنعتي محصولاتو، وچو او تازه میوو لوړ کیفیت ته په کتو به له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او د افغانستان محصولاتو ته به سیمه ییز او نړیوال بازارونه پیدا کړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل :«د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ سوداګریز مناسبات او اړیکې د تجارت په یو مهم اصل یعنې نسبي او مطلقو امتیازونو ولاړې دي، ترڅو د نړۍ هېوادونه د مختلفو تولیدي محصولاتو، صنایعو او تکنالوژۍ په برخه کې خپلې نسبي او مطلقې اړتیاوې له دې لارې په سمه توګه پوره کړي.»
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په وینا، په سیمه ییز او نړیوال تجارت کې د نړۍ هېڅ هېواد ته په کمه سترګه نه کتل کېږي، ځکه چې هر هېواد د تولیداتو او محصولاتو په برخه کې یا نسبي او یا هم مطلق امتیازونه لري، چې دا چاره د سیمه ییز او نړیوال تجارت اساسي اړتیا او لامل ګڼل کېږي.
محترم ملا صاحب په خپله وینا کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې نیمګړي فصلونه تکمیلوي، بلکې د اقتصادي بنسټونو د رغونې په برخه کې یې په کمو امکاناتو سره داسې نوي فصلونه شروع کړي دي، چې د هېواد موجوده او راتلونکي نسلونه به پرې افتخار کوي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل:«د واخان اقتصادي او سوداګریز سرک پرانیستل سو، دا سړک چین د افغانستان له لارې د اروپا له بازارونو سره تر ټولو په لنډه لار نښلوي او افغانستان د سیمه ییز ټرانزیټ او سوداګرۍ په یو مصروف مرکز بدلوي، چې د حق العبور عاید ترڅنګ به په دې مسیر کې په تدریجي ډول سترې او مهمې زیربناوې ورغول سي.»
  د امام ابوحنیفه (رح) نندارتون مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه چې د سیمه ییز اتصال په برخه کې د اسلامي امارت هڅې د دې ښکاره ثبوت دی، چې موږ خپل سرحدونه د تهدید پر ځای د ستراتیژیک اقتصادي مشارکت د وصل په نقطو بدلوو او دا زموږ د لومړیتوبونو په سر کې قرار لري.
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون کې په بېلابېلو برخو کې سلګونو کورنیو شرکتونو په شاوخوا ۶۰۰ غرفو کې د خوراکي توکو، درملو، لبنیاتو، ساختماني توکو، لاسي صنایعو، غالیو، پلاستیک، اوسپنې ویلې کولو او ګڼو نورو برخو کې خپل صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي. یاد نندارتون به اووه ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS