ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۳ میلیارده افغانیو په لګښت ۶ پروژې منظورې کړې

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۲۳
ملي تدارکاتو کمېسیون د  ۳.۳ میلیارده افغانیو په لګښت ۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۸مه نېټه د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته ۱۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

له هراړخیز بحث وروسته  د ۳ میلیارده او ۳۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت ۶ پروژې منظورې شوې او په ۶ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. همدارنګه د څلورو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. په همدې ډول یوه پروژه بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وسپارل شوه او د بلې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته هدایت وشو، چې تدارکاتي پروسه یې له سره و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند، د پروان ولایت د بګرام او کوه ساپي ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک، د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسول او همداراز په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS