د سالنګ دویم تونل او درملو تولیدي فابریکې جوړولو کې اماراتي شرکتونو لېوالتیا ښودلې
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د سالنګ دویم تونل او درملو تولیدي فابریکې جوړولو په برخه کې د متحده عربي اماراتو د HHM Global Industry Group شرکت له لوري د پانګونې لېوالتیا موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه. د پانګونې بینالوزارتي کمېټې له لوري په افغانستان کې د یاد اماراتي شرکت د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وشو او ډاډ ورکړل شو، چې اړوند وزارتونه او ادارې په دغه برخه کې ورسره پوره همکارۍ ته چمتو دي. له هراړخیز بحث وروسته د یاد شرکت له مسوولینو غوښتنه وشوه چې د سالنګ دویم تونل او د درملو تولیدي فابریکې جوړولو او همداراز نورو برخو کې د پانګونې لپاره خپلې طرحې چمتو او د بحث لپاره یې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
