محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې له سفیر سره وکتل

masih_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۱۶
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۹مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر، ښاغلي سادین آیلدز، سره ولیدل. د دې لیدنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او همداراز په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې وشوې.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هغو ترکي شرکتونو له فعالیتونو ستاینه وکړه، چې په افغانستان کې یې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له نورو ترکي پانګوالو هم وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان اسلامي امارت به ورته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او هغوی ته د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم ټینګار وکړ.
د ترکیې سفیر سادین آیلدز  په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه زیاته شوې ده. هغه وویل، چمتو دي چې د ترانسپورټ، ترانزیټ، روغتیا، زده کړو او نورو اقتصادي برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پراخه کړي. نوموړي وویل، ترکیه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پراختیا او نړۍ ته د افغانستان د ریښتیني تصویر وړاندې کولو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د ترکیې سفیر همداراز وویل، چې افغانانو ته یې د ویزو ورکړه کې اسانتیا رامنځته کړې او هڅه به وکړي چې په دې برخه کې لا نور سهولتونه هم برابر کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۶:۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۹مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر، ښاغلي سادین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د سالنګ دویم تونل او درملو تولیدي فابریکې جوړولو کې اماراتي شرکتونو لېوالتیا ښودلې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د سالنګ دویم تونل او. . .

BACK TO NEWS