په کندوز کې د ۶.۳ میلیارده افغانیو په پانګونې د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارې پيل شوې

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۱۴
په کندوز کې د ۶.۳ میلیارده افغانیو په پانګونې د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په لسمه نېټه په کندوز ولایت کې د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په لومړي سر کې په مشرقي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفاء دعا وکړه او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړ. محترم ملا صاحب ځان له زلزله ځپلو کورنیو سره په دې غم کې شریک وباله او ویې ویل، د اسلامي امارت ټول اړوند مسوولین لاس پکار دي او له شته امکاناتو څخه په کار اخیستو یې د پېښې سیمو ته رسېدنه کړې ده.

ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کندوز سپين زر سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو چارو پرانیست‌غونډې ته وویل، د عامه سکتور ترڅنګ د خصوصي سکتور له لوري په هره کچه پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې مهم جز تشکیلوي. هغه زیاته کړه، د پانګونې له مخې په هېواد کې دننه د ناخالص تولید او صادراتو کچه زیاتېږي، صنعت وده کوي او په ټوله کې ورسره د هېواد عاید زیاتیږي چې دا پر ټولنیزه هوساینه مثبت تاثیر لري.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کندوز ولایت کې د عامه خصوصي مشارکت له لارې د درېیو سوداګریزو ودانیو جوړېدل مهم وبلل او له اړوندو شرکتونو څخه یې وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره په پوره صداقت او شفافیت ترسره کړي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د اسلامي امارت له لوري ټولو سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې ټولو ستونزو ته به یې په وخت رسېدنه کېږي او په ټولو برخو کې به ورسره لازمه همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې پروژو کې د پنځه میلیارده او ۴۲۶ میلیونو افغانیو په پانګونې د سپين زر نړیوال سوداګریز مرکز چې په ۶۳ جریبه ځمکه د درېیو کلونو په موده کې جوړیږي، د ۳۰۰ میلیونو افغانیو په پانګونې د سیمسارۍ سوداګریز مارکېټ چې پر دوه جریبه ځمکه په یو کال کې او د ۵۷۶ میلیونو افغانیو په پانګونې د لوښو خرڅونې او برېښنايي سامان الاتو مارکېټ چې په دوه جریبه ځمکه په یو کال کې جوړیږي، شاملې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS