د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی ازبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۴:۴۹
د محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی ازبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته کابل ته راستون شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی چې په ترکیب کې یې د کابینې یوشمېر محترم غړي او د سکټوري ادارو استازي شامل دي، ازبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه ماسپښین مهال کابل ته راستون شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال یاد سفر له لاسته راوړنو ډک وباله او ویې ویل، چې  د خپل سفر پرمهال یې د ازبیکستان له لومړي وزیر، د لومړي وزیر له مرستیال او د یوشمېر ادارو له مسوولینو سره وکتل. په دې لیدنو کتنو کې دوی ښه پرمختګونه او بحثونه درلودل چې مهم هغه یې د کرنې، برېښنا، ترانسپورټ، سوداګرۍ او د اوسپنې پټلۍ او نورو برخو کې دي. حاجي ملا صاحب زیاته کړه، د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه چې پخوا یې قرارداد په ۲۵۲میلیون ډالرو شوی و، له بحثونو وروسته ازبیکستان دا قرارداد ۲۲۲ میلیون ډالرو ته راټیټ کړ. همداراز یې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې وویل چې ډېر ژر به د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ تخنیکي ټیمونه افغانستان ته راشي او له حیرتان څخه به تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ د غځولو لومړني مطالعات پیل او له مطالعاتو وروسته به د ریل پټلۍ عملي چارې پیل کړي، چې د مطالعاتو لګښت یې ازبیکستان ورکوي. حاجي ملا صاحب دا هم وویل چې ازبیکستان به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې شته محدودیتونه لرې کړي. له دې سره به ازبیکستان ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې زیاتوالی راشي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ازبیکستان څخه د واردېدونکې برېښنا په اړه وویل، دوی له ازبیکستان سره موافقې ته رسېدلي چې په راتلونکي کال کې به ددغې برېښنا کچه زیاته او تعرفه به یې کمه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS