د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۲۰
WhatsApp Image 2024-05-07 at 15.16.21_6235e9d7

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم د یوشمېر اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث وشو. یادې غونډې ته د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې کړنلارې مسوده او د کان کیندنې پروژو کې د کورنیو تولیداتو څخه د استفادې پالیسي د بحث لپاره وړاندې شوې وې. په غونډه کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې کړنلارې پر وړاندې شوې مسوده هراړخیز بحث وشو. تر هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه چې په یاده کړنلاره کې دې د صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او مالیې وزارتونه او د سټنډرډ ملي اداره ورسره همکار شي او دغه مسوده دې د لا غني کېدو په موخه د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د تدارکاتو ریاست ته د نظر اخیستلو لپاره ولېږل شي. همدارنګه د کان کیندنې پروژو کې د کورنیو تولیداتو څخه د استفادې په اړه د جوړې شوې پالیسۍ د اصلاح او غني کولو په موخه د اقتصادي معاونیت د اقتصادي ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو په دې اړه ګډې ناستې وکړي او اصلاح شوې پالیسي دې بېرته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS