د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۲:۵۰
WhatsApp Image 2024-03-24 at 13.11.26_c8d0f3dd

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۵ مه نېټه د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د تولید او ساختماني چارو څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول. دغه پروژې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د هرات په ولایت کې د دوه سب سټېشنونو جوړول او د ۲۲۰کیلو ولټ برېښنا مزي غځول، کابل ښار کوټې سنګي ساحه کې د سوداګریز مارکېټ او هلمند کې د سوداګریز مرکز او استوګنې اپارتمانونو جوړول دي. پر دې پروژو شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ پانګونه کیږي، چې په عملي کېدو سره به یې د هېواد د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی راشي او سلګونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر شي.   د یادونې وړ ده، چې د پانګونې دغه پروژې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې او اړوندو ادارو په هلو ځلو سره عملي بڼه پیدا کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۱۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۶:۵۶
Background image

تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د میزان په ۱۵مه نېټه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۲۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د امام ابوحنیفه (رح) پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیست

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۵مه نېټه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز کې د امام ابوحنیفه. . .

BACK TO NEWS