ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۳:۱۸
ملي تدارکاتو کمېسیون د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.

له بحث وروسته د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې شوې او په ۱۴ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. همداراز د شپږو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. د دوه پروژو قراردادونه بیا له دې امله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه د قرارداد مطابق په ټاکل شوو قیمتونو د پروژو بشپړولو ته حاضر نه وو او پرېکړه وشوه چې دغه پروژې دې بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې او ګټونکي شرکتونه دې د محرومیت کمېټې ته معرفي شي. دوه پروژې بیا له دې امله بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوې، چې په ازاده داوطلبۍ کې د شرکتونو له لوري وړاندې شوي قیمتونه د پروژو له تخمیني قیمتونو څخه ډېر زیات وو. همدارنګه د یوې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته هدایت وشو، چې په شرایطو د برابرو شرکتونو ارزونه دې بیاځلې ترسره او راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د پنجشیر ولایت د پوهنتون لپاره د لیلیې ودانۍ جوړول، د بدخشان ولایت د پوهنتون لپاره د طب پوهنځي د ودانۍ جوړول، له کونړ څخه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک اول او دویم فازونه، د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ، د فاریاب ولایت په بندر ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړولو او همدارنګه په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژې شاملې دي. منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS