محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: تاریخ ګواه دی چې افغانستان غوړه ګوله نه بلکې د زقوم ونه ده

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۲۳
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند: تاریخ ګواه دی چې افغانستان غوړه ګوله نه بلکې د زقوم ونه ده

ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۹مه نېټه د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ اړوند د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د نظامي اکاډمۍ په تربیتي دوره کې د مسلکي زده کړو ترڅنګ د ملي دفاع، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي حاکمیت د اهمیت په اړه د زده کړو ترلاسه کولو له امله فارغانو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې دا روحیه او زده کړه د اسلامي او لوړو افغاني ارزښتونو د ساتنې لپاره په عمل کې ثابته او د اسلامي نظام او خاورې له لوېشت لوېشت څخه په کلکه دفاع وکړي. حاجي ملا صاحب د نیتونو پر اصلاح، د تقوا پر اختیارولو او د هېوادوالو پر خیال ساتلو هم ټینګار وکړ.

محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې په سیمه ییز او نړیوال مشارکت باور لري او د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هېواد سره تعامل ته ژمن دی. هغه ټینګار وکړ، چې د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره لازمه ده څو هېوادونه د یو او بل ارزښتونو او حساسو حریمونو ته درناوی ولري.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پانګوالو ته زیری ورکړ، چې په نږدې ورځو کې به اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي. د هغه په خبره، په دې سره به له یوه لوري نوي سکټورونه پرمختګ وکړي او له بل لوري به د هېواد په اقتصادي وده او خودکفایۍ کې د پام وړ اغېز ولري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته جدي هدایات شوي چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د توزیع پروسه ګړندۍ او لازم امکانات ورته برابر کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز وویل، چې د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی او ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو نهادونو بناء کړې دي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی. هغه زیاته کړه: «افغانستان نه چا ته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني. خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي. تاریخ ګواه دی چې دا هېواد غوړه ګوله نه؛ بلکې د زقوم ونه ده؛ د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، نو مولود ماشومان به یې هېڅکله هضم نه سي کړای.»

په پای کې محترم ملا صاحب له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې دې له افغانستان سره د تعامل هڅه وکړي او هغه انرژي او امکانات چې د یو او بل په تخریب ضایع کېږي، ښه ده چې د یو او بل په ملاتړ او د مشترکو ټکو په پیاوړي کولو مصرف شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۷
Background image

کابل ښار کې د خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزې ودانۍ د جوړولو پر طرحه بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د بایزید روښان خصوصي طبي پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا هېواد له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال د. . .

BACK TO NEWS