د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

masih_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۳۴
د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه

د مالیې وزارت او ډي پي ورلډ شرکت ترمنځ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶مه نېټه د ریاست‌الوزراء په اقتصادي معاونیت کې د پانګونې شرطپاڼه لاسلیک شوه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رییس مفتي عبدالله عزام په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، دغه شرطپاڼه به هغو تړونونو او بهرنۍ پانګونې ته لار هواره کړي، چې له مخې به یې د هېواد سوداګریز بندرونه عصري او په نوې ټکنالوژۍ سمبال شي. ښاغلي عزام زیاته کړه، د یادې شرطپاڼې په رڼا کې به راتلونکي تړونونه د دې وړتیا ولري، چې په اړوندو بندرونو کې د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره تاسیسات پراخ، عملیاتي او مدیریتي چارې به د پرمختللو تجهیزاتو پر مټ ترسره او ټول فعالیتونه به د نړیوالو معیارونو مطابق ترسره کېږي.

د دې شرطپاڼې پر بنسټ به په لومړي پړاو کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د حیرتان بندر په دوهم پړاو کې به د افغانستان او پاکستان د فرضي کرښې پر سر د تورخم بندر په عصري وسایلو سمبال او زېربنايي چارې به یې د نړیوالو معیارونو سره سمې عیارې شي. ورپسې به دا لړۍ د هېواد نورو لوژستیکي لیکو، اقتصادي زونونو او ملي پروژو ته پراختیا پيدا کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS