محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د بلخ ولایت د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون له مسوولینو سره وکتل

masih_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۵۶
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د بلخ ولایت د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون له مسوولینو سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۵مه نېټه په بلخ ولایت کې د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ټاکل شوي کمېسیون له مسوولینو سره د ولایت په مقام کې وکتل.

په لومړي سر کې د دغه کمېسیون مسوولینو د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدنې په موخه په مختلفو برخو کې د ترسره شوو کارونو راپور وړاندې کړ. هغوی وویل، تر دې مهاله د ټولو ټپيانو درملنه شوې ده، زیانمنو شوو ته لومړني خوراکي توکي، ادویه، البسه، خیمې او د سرپناه اړین توکي رسېدلي. هغوی زیاته کړه، د سروې تخنیکي ټیمونه په زیانمن شوو سیمو کې لا هم لګیا دي، څو په کره ډول د اوښتو ځاني او مالي زیانونو کچه معلومه کړي.

محترم ملا صاحب د دغه کمېسیون د ترسره شوو کارونو له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د سروې له بشپړېدو وروسته دې په سمدستي ډول پر  زیانمنو هېوادوالو د اسلامي امارت له لوري په پام کې نیول شوې مرستې په شفاف ډول ووېشي.

 په بلخ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله په اوو ولسوالیو کې ۱۰ هېوادوال شهیدان او ۴۴۷ ټپيان شوي. دغه راز ۷۵۱ کورونه په بشپړ ډول نړېدلي، ۱۲۵۰ کورونه او ۱۲۰ د څښاک اوبو ذخیرې په نیمه ډول زیانمن شوي او همداراز ۴۲۷ څاروي هم تلف شوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۲مه نېټه په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۸:۴۲
Background image

د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې. . .

BACK TO NEWS