د اریانا افغان هوايي شرکت د هوايي کارګو له لارې في کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یو ډالر انتقالوي

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۱۸
د اریانا افغان هوايي شرکت د هوايي کارګو له لارې في کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یو ډالر انتقالوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د اړوندو وزارتونو او ادارو له مسوولینو سره د هوايي کارګو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو په ځانګړې توګه د وچو او تازه میوو د صادراتو په اړه دوهمه تعقیبي غونډه ترسره شوه.

د غونډې په پيل کې د اړوندو وزارتونو او ادارو مسوولینو په لومړۍ غونډه کې د ورسپارل شوو کارونو راپورونه وړاندې کړل. د یادو راپورونو له وړاندې کولو وروسته د اریانا افغان هوايي شرکت ته هدایت وشو، چې له دې وروسته في کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یو ډالر او في کیلو وارداتي سوداګریز توکي په ۸۰ سېنټه انتقال کړي. همدارنګه د مالیې او ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو ته هدایت وشو، چې د اریانا افغان هوايي شرکت ته په خپلو فیسونو کې ۹۰ سلنه تخفیف ورکړي. د اریانا افغان هوايي شرکت ته همداراز هدایت وشو، چې څومره ژر ممکنه وي یوه کارګو الوتکه هم وپېري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۷
Background image

کابل ښار کې د خصوصي طبي پوهنتون او تدریسي روغتون لپاره د لس پوړیزې ودانۍ د جوړولو پر طرحه بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د بایزید روښان خصوصي طبي پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا هېواد له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال د. . .

BACK TO NEWS