د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال «افغان انویسټ» شرکت پرانیست

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۹:۲۸
61

نېټه: 2022، جون 19مه

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند "افغان انويسټ" محدودالمسٶليت شرکت پرانيست. د ياد شرکت پرانيستو مراسمو ته محترم برادر اخوند وويل: د افغان انويسټ شرکت يوه ښه ځانګړنه دا ده، چې د ټولو قومونو استازي پکې شته. د افغانستان اسلامي امارت او په تېره بيا اقتصادي کمېسيون چې موږ يې په رأس کې يو، د سوداګرو پوره ملاتړ کوي. له موږ سره د اقتصادي کمېسيون په غونډو کې سوداګر عملاً برخه اخلي او په ګډه د دوى ستونزو ته حل پيدا کوو.

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال زياته کړه، الله تعالى موږ ته يو غني هېواد راکړئ، چې ډېر پراخ معدنونه لري. افغان پانګوال بايد ټول په ګډه سره په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

ملا برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال وویل، د هر چا عزت په خپل وطن کې دى، په بل هېواد کې عزت نشته. موږ له ټولو هغو افغان کادرونو او سوداګرو چې په بهر کې دي، غواړو چې خپل وطن ته راشي او دلته په ګډه له خپلو افغان وروڼو سره کار وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS