اقتصادي کمېسیون د داخلي معیارونو ۶۶ مسودې تایید کړې

masih_admin
Tue, Sep 15 2026 3:08 PM
اقتصادي کمېسیون د داخلي معیارونو ۶۶ مسودې تایید کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (سه‌شنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
غونډې ته د معیار او کیفیت ادارې له لوري د داخلي معیارونو ۶۶ مسودې د بحث لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۳۶ معیارونه او د ازمایښت ۳۰ طریقې تایید شوې. دغه معیارونه او د ازمایښت طریقې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو، درملو، نساجي، کیمیا او پلاستیک، مخابراتو او الیکتریک، کان کیندنې، ساختماني موادو، چاپېریال ساتنې او یوشمېر نورو برخو اړوند دي.
همداراز په غونډه کې په پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته‌بندۍ مرکزونو د مالکیت معلومولو پر موضوع هم بحث وشو. د موضوع له هراړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې په یادو ولایتونو کې یاد مرکزونه د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت اړوند دي او یاد وزارت به یې چارې پرمخ وړي. په دې برخه کې مالیې وزارت په ګمرک کې د خپلو اړوندو چارو مسوولیت پر غاړه لري.
د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې.
پورته پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.

Latest news

Tue, Sep 22 2026 10:56 AM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Inspects Products of Mofeed Manufacturing Company

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, today (Friday), September 18, 2026, inspected the products of the Mofeed Edible Oil, Animal Feed and Poultry Feed. . .

Tue, Sep 22 2026 10:53 AM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Lays Foundation Stone for Industrial Township in Balkh

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, today (Friday), September 18, 2026, laid the foundation stone for the Imam Shaqiq Balkhi (RA) Industrial Township. . .

Tue, Sep 22 2026 10:49 AM
Background image

Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund Launches Construction of an Industrial Park in Baghlan Province

The Deputy PM for Economic Affairs, Mullah Abdul Ghani Baradar Akhund, today (Friday), September 18, 2026, officially launched the construction of the Qutaybah ibn Saeed al-Baghlani. . .

BACK TO NEWS