د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې کنفرانس کې ګډون وکړ

نېټه: 2022، اګسټ 11مه
الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې د ملي او نړیوالو خصوصي پانګونو د جذب او هڅونې کنفرانس کې ګډون وکړ. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال دغه کنفرانس ته په وینا کې وویل: موږ ولس ته ډاډ ورکوو چې د کانونو د استخراج، بندونو په جوړولو او نورو برخو کې پانګونه او کارونه ورځ په ورځ زیاتېږي، ښايي په لږ وخت کې افغانستان پر ځان بسیا شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت ټول مسوولین هڅه کوي چې په هېواد کې اوسنۍ ستونزې حل شي. الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند له هېواده بهر افغان سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د هېواد په بیارغونه او ځان بسیاینه کې همکاري او پانګونه وکړي. په دغه کار سره یې نه یوازې هېواد او خلکو ته خیر رسېږي، بلکې دوی ته خپله هم ګټه رسوي.