د اقتصادي کمېسیون 25مه غونډه ترسره شوه

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۰:۱۹
۶۳

نېټه: 2022، جون 23مه

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون 25مه غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې د شاه او عروس بند د پاتې کارونو پر بشپړوالي، د کام‌ایر هوايي شرکت د پاتې پورونو پر تصفیې، له پاکستان سره د اپټا(APTTA) تړون پر تمدید او همدارنګه د «کیو اې افغان» لوجستیکي شرکت له لوري پر وړاندې شوې طرحه په جزئیاتو سره مفصل بحثونه او لازمې لارښوونې وشوې.

د کیو اې افغان لوجستیکي شرکت د هرات په غوریانو ولسوالۍ کې د دوه زره جریبه دولتي ځمکه په اجاره غواړي، چې د کرنې، مالدارۍ او پروسس په برخو کې د 100 میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS