ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې له ایراني لوړپوړي هیئت سره وکتل

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۹:۲۰
iran

نېټه: د 2021 کال د نومبر 15مه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو لوړپوړي هیئت د اسلامي جمهوري ایران له یو عالي هیئت سره وکتل. په یاده مهمه لیدنه کې پر سیاسي، تعلیمي، اقتصادي، مالي، اوبو او انرژۍ، د فوائد عامه پر امورو، د مهاجرینو پر چارو، د ولاړو پروژو پر بیا پیلېدلو او یولړ نورو موضوعاتو بحث وشو.

په دغه لیدنه کې په افغانستان کې رامنځته شوی فرصت مهم وبلل شو او ټینګار وشو چې باید په پوره ډول استفاده ترې وشي.

محترم ملا صاحب د مهاجرینو د کوربه‌توب له امله له ایران هیواد څخه مننه وکړه او دواړو لوریو د دوو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر لا پیاوړي کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS