د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۳:۳۳
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته په هغو سکټورونو کې چې پانګونه پکې نه وي شوې، نویو پانګوالو او صنعت‌کارانو ته د مالیاتي معافیت موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته د اړوندو ادارو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو په دې اړه جوړ شوی سند د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره تکمیل او په لنډ وخت کې خپل راپور د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

همدارنګه په هېواد کې د اوبو رسونې شبکو د حفظ او مراقبت او د څښاک پاکو اوبو د ژورو غیرفعالو څاګانو د بېرته فعالولو پر طرحه له بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ته دنده وسپارل شوه، چې د یادې طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه ترسره او راپور یې په ټاکلې نېټه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

همداراز د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو پر طرحه هم له بحث وروسته د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته دنده وسپارل شوه، څو د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د موجودې ځمکې پرځای د طرحې وړاندې کوونکي شرکت ته بدیله ځمکه په نښه او خپل راپور دې کمېټې ته په ټاکلي وخت وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS