په ننګرهار او تخار ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

masih_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۱۴
په ننګرهار او تخار ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه تر ځمکې لانډې مارکېټ جوړولو طرحه د تاییدۍ لپاره وړاندې شوه. له هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور پر دغه تر ځمکې لاندې مارکېټ جوړولو ۹۵ میلیون افغانۍ پانګونه کوي، چې ۱۸۳ دوکانونه به ولري.

دې غونډې ته همداراز د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ښاروالۍ په ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د تاییدۍ لپاره وړاندې شوه. له هراړخیز بحث وروسته دغه طرحه تایید شوه. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د یاد سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۴۸ میلیون افغانۍ پانګونه کوي، چې ۱۰۴ دوکانونه به ولري.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دې غونډې ته همداراز د تخار ولایت په تالقان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه. د یادې طرحې د هراړخیزې ارزونې لپاره ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یې مالي او تخنیکي اړخونه و ارزوي او خپل راپور په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته رغونې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د امو سیند پر غاړه د تخریب شوې ځمکې د بېرته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

په ګمرکونو کې د وارداتي تجارتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه نن دوشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په یوولسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د هېواد په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۴۵
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه کې د لمریزې برېښنا د تولید او سوداګریز مارکېټ جوړولو پر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د کابل ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS