د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د حافظانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۱۱
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د حافظانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدې میاشتې په ۲۰مه نېټه د جامعه فتح العلوم کابل مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. د دستاربندۍ په یادو مراسمو کې د اسلامي امارت یوشمېر مسوولینو، علماوو کرامو، مشایخو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی و.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په یادو مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال وویل، دا د ویاړ ځای دی چې زموږ په هېواد کې د علم او پوهې مرکزونه فعال او اباد دي او د ولس بچي خپله برخه علم ترې اخلي. الله تعالی دې دا هېواد او ولس په علم او پوهې سره ودان لري. محترم ملا صاحب د دیني مدرسو ټولو استادانو ته سپارښتنه وکړه، څو په ډېر شفقت او پوره محنت سره د هېواد بچیانو ته تدریس وکړي، ځکه دوی د علم د زده کړې په موخه هر ډول زحمت ګاللی او ګالي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له جامعه فتح العلوم کابل مدرسې څخه فارغ شوو حافظانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او له دوی څخه یې هیله وکړه چې له خپل علم څخه د دین، هېواد او د دې شریف ولس د خدمت لپاره ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS