د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري یوشمېر موضوعات د تایید وړ وبلل شول

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۳:۵۳
Several Topics Approved by the Technical Committee of the Economic Commission

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدۍ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه بحث وشو. دې غونډې ته د منرالونو د اولویت بندۍ سند او د ستر مقیاس معدني موادو د پروسس په موخه د معدني ساحو د ځانګړي کولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. دغه سند او طرحه تر هراړخیزې ارزونې وروسته د تخنیکي کمېټې له لوري د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شول او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.
همدارنګه په دغه غونډه کې له کوکچې سیند تر ابدان دښتې پورې د کانال غځولو پر طرحه هم بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شو. دې غونډې ته د کمال خان بند د دویم فاز (قلعه افضل بند) د امکان سنجۍ په تړاو د ټاکل شوې کمېټې راپور هم وړاندې شو چې د تخنیکي کمېټې له لوري تایید او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو. د غونډې په پای کې د یوځل کارېدونکي پلاستیک د کنټرول او کمولو طرحې په اړه هم بحث وشو. د دغه طرحې له هراړخیزې ارزونې وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ته سپارښتنه وشوه، څو د ښکېلو وزارتونو او ادارو د نظرونو په پام کې نیولو سره یاده طرحه غني او د تطبیق په موخه یې له خصوصي سکټور سره مجالس ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS