محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۲
WhatsApp Image 2024-05-11 at 08.14.54_b278f5c1

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمريز کال د ثور مياشتې په ۲۱مه نېټه د جمعې په ورځ د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک څخه ليدنه وکړه. د دغه ليدنې پر مهال د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي اميرخان متقي، د ټولګټو وزیر محترم ملا محمد عیسی ثاني، د کابل والي مولوي امين الله عبيد او د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند هم حضور درلود. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کابل - جلال آباد دوهم لین سړک د هېواد له مهمو سوداګريزو لارو څخه ياد کړ او ویې ویل چې د کابل – جلال آباد لومړي سړک په ورځني ډول سلګونه باروړونکي او مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کوي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زياته کړه، د کابل جلال آباد پر لومړي سړک د زیاتې ګڼې ګوڼې او ځينې وخت د غره د ښویېدو له امله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي، چې په پايله کې يې هېوادوالو ته ځاني او مالي زيانونه رسېږي. نو اړتيا ده چې د دغه سړک دوهم لين هم جوړ شي، څو ترافيکي پېښې راکمې، سوداګريز توکي په وخت انتقال او د هېوادوالو ژوند وژغورل شي. په پای کې محترم ملا صاحب د دغې لارې اهمیت ته په کتو سره وویل چې  د کابل – جلال آباد لویې لارې دوهم لین سړک جوړولو پروژې عملي چارو پیل یې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولی او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله  له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۳
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۸ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برېټانیا هېواد له ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. د دې لیدنې پرمهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۶:۸
Background image

د امارتي ادارو د مکاتیبو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم تایید شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

BACK TO NEWS