افغانستان او قزاقستان د اوسپنې پټلۍ د نوې شبکې پر غځولو خبرې وکړې

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۹:۹
5U2A1842

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال محترم سریک ژومانګارین سره د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي میاشتې په پنځمه نېټه د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.  په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته اوسپنې پټلۍ نوې شبکې غځولو او ترانزیټي مسایلو په اړه خبرې وشوې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او قزاقستان اړیکو ته په اشارې سره وویل، واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د دې فرصت رامنځته شو، چې د دواړو لورو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا ټینګې او پياوړې شي. محترم ملا صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه په هرات ولایت کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل، افغان – ټرانس پروژه کې د پانګونې لپاره د دغه هېواد لېوالتیا او همدارنګه له هغو تحریم شوو ګروپونو څخه د اسلامي امارت ایستل چې دغه هېواد په خپله خاوره کې پرې بندیز لګولی و؛ مهم او اساسي ګامونه یاد کړل. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، افغانستان تازه له اشغال او جګړو راوتلی، د پرمختګ پر لور یې لومړني ګامونه پورته او د اقتصاد او سوداګرۍ لپاره یې پراخ بنسټونه رامنځته کړي؛ خو سره له دې هم د کرنې، روغتیا، زېربنا او یو شمېر نورو برخو کې ځینې ستونزې شته، چې په دغو برخو کې د قزاقستان د همکاریو او ګډ کار غوښتنه کوي. محترم ملا صاحب د دواړو هېوادونو د سوداګرو بانکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د هوکړه لیک پر لاسلیک، د افغان – قزاق ګډو کمپنیو پر جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د وېزو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ. ورپسې د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال محترم سریک ژومانګارین واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره په افغانستان کې د شوو پرمختګونو ستاینه وکړه او ویې ویل، دوی د باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره له اسلامي امارت سره یوځای کار کوي. نوموړي د افغان – ټرانس پروژه کې له شوو پرمختګونو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، که چېرې د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ نوې شبکه وغځول شي دا به د نورو پروژو په پرتله لنډه او د ښکېلو هېوادونو لپاره اقتصادي تمامه شي او وبه کولای شي، چې د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې سویلي آسیا او افغانستان به د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین او اروپا سره ونښلوي. نوموړي وویل، د قزاقستان حکومت په نظر کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د تجارت او کار ګډ ګروپ رامنځته کړي. د ښاغلي ژومانګارین په خبره، قزاقستان چمتو دی چې د افغانستان په کانونو کې د قزاقي پانګوالو پر پانګونې سربېره له افغانستان سره د برېښنايي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده کړو، پوهنې، روغتیا او بانکي سکټورونو کې هم همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS