د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ارزګان ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۹:۱
5U2A6640

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې. د ارزګان ولایت علماوو او قومي مشرانو په هېواد کې د راغلي امنیت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ارزګان ولس په خپل ټول توان سره په هر حالت کې د افغانستان اسلامي امارت څخه اطاعت او ملاتړ کوي. د ارزګان ولایت استازو له مرکز ترینکوټ څخه ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو د بیارغولو، د څښاک پاکو اوبو چمتو کولو او همدارنګه د چک ډیمونو جوړولو ترڅنګ ځینې نورې ستونزې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د شل کلن اشغال د ختم او د اسلامي نظام راتلو لپاره د ارزګان ولایت د اوسېدونکو او مجاهدینو قربانۍ بې ساري وبللې او زیاته یې کړه، د الله تعالی په نصرت سره اوسمهال په افغانستان کې یو خپلواک اسلامي نظام حاکم دی، چې ټول افغانان یې تر حاکمیت لاندې په ارامۍ سره ژوند کوي. محترم ملا صاحب وویل، اوسمهال په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د بیارغونې او ابادۍ کارونه پيل شوي او د پخوا په پرتله هېوادوالو ته د ژوند ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د محترم ملا صاحب په خبره، اسلامي امارت ته ډېرې ستونزې په میراث پاتې دي، چې د ټولو حل کول وخت او امکاناتو ته اړتیا لري او اسلامي امارت له خپل ولس سره ژمنه کوي، چې د دوی لومړیتوبونو ته په کتو سره به په تدریج سره ټولې ستونزې حل کړي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ارزګان ولایت علماوو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې له مرکز ترینکوټ څخه ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو، د څښاک پاکو اوبو او همدارنګه د چک ډیمونو جوړولو په برخه کې به خپلو امکاناتو ته په کتو اقدام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS