محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترانسپورټ او هوايي چلند او صنعت او سوداګرۍ له محترمو وزیرانو، د مالیې وزارت او خصوصي سکټور له استازو او یوشمېر ملي سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۷:۰
5U2A6249

په دغه لیدنه کې د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو، د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرونو د نوبت د تنظیم او همدارنګه د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ په اړه هراړخیز بحث وشو. تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ دې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو، د سوداګرۍ او پانګونې او همدارنګه د صنعت او معدن خونو له استازو څخه جوړه شوې کمېټه د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو له لوري تر ټاکل شوې اندازې د زیاتې کرایې اخیستلو او د نوبت په اړه د شته ټولو ستونزو د ارزونې په موخه د هېواد لویو ګمرکونو ته سفر وکړي او خپل راپور دې د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي. همدارنګه پرېکړه وشوه څو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو لپاره د کرایې ټاکلو کمېټې ته د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازی هم د دایمي غړي په توګه ور زیات کړل شي. په غونډه کې تر مفصل بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مکلف دی څو د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت پر اساس په ټولو ګمرکونو کې د بار وړونکو موټرونو لپاره د نوبت په موخه جوړ شوی طرزالعمل په جدیت سره په دوامدار ډول تطبیق کړي.  د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د مالیې وزارت له لوري د ملي سوداګرو او صنعتکارانو د مالیاتي اسنادو د بررسۍ کمېټه کې دې د اقتصادي معاونیت استازی هم د غړي په توګه ګډون وکړي او کمېټه دې خپل راپور د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS