د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د رامنځته کېدو موخه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۳:۱۹
Committee

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ځانګړي فرمان پر اساس کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په موخه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته شوه. دعالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ځانګړي فرمان پر اساس او دریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د هدایت او د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د دوهمې ګڼې مصوبې پر بنسټ د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته او نن شنبه د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۵مه نېټه یې ابتدايي غونډه ترسره شوه.  په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اقتصادي مرستیال ځانګړي سکرتر مولوي عبدالله عزام وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د اقتصاد په ډګر کې لومړني ګامونه اخیستي او له نېکه‌مرغه ښه نتیجه یې هم ورکړې ده. ښاغلي عزام زیاته کړه، افغانستان د پانګونې په برخه کې بې شمېره فرصتونه لري او دغه کمېټه به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې او په امارتي ادارو کې به یې له بیروکراسۍ مخنیوی وکړي. ورپسې داقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې رئیس مولوي ذبیح‌الله ناصر چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې مسوولیت هم پر غاړه لري دخپلو خبرو پر مهال وویل، دغه کمېټه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي او موخه یې تر واحد چتر لاندې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو طی مراحل، د پانګونې پروسو کې چټکتیا او شفافیت رامنځته کول او د پانګوالو او اړوندو وزارتونو ترمنځ مؤثره همغږي رامنځته کول دي.  د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې ټول اړوند وزارتونه به ددغې کمېټې د کړنلارې د غني کېدو په موخه خپل نظرونه په ۳ ورځو کې په کتبي ډول دیادې کمېټې له دارالانشاء سره شریک کړي او هلته به د مؤظفې شوې کمېټې له لوري د نظرونو د توحید په صورت که یوه جامع کړنلاره ترتیب او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS