د پانګونې بینالوزارتي کمېټې غونډه جوړه شوه
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ اړوند پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه وړاندې شوه. له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې دا طرحه په هر اړخیز ډول وڅیړي او خپل راپور د پانګونې بینالوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي. دغه راز، غونډې ته د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په لومړۍ ناحیه کې د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند پر ځمکه د استوګنیز او سوداګریز مرکز جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو دا طرحه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د حکم مطابق ترتیب او بیا یې د پانګونې بینالوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي.
