د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور شو

masih_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۵
د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور شو

د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شوی و، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی له لوري منظور شو. په دې پلان کې له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برېښنا توزیع ۳۴ پلان شوې پروژې په پام کې نیول شوې دي. د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته او پر وارداتي برېښنا به اتکا راکمه شي.

د دغه پلان تطبیق به د هېواد په اقتصادي بیارغونه او د مالي خپلواکۍ په پياوړتیا کې د انرژۍ سکټور رول لا مؤثر کړي، څو د ځان بسیاینې او د انرژۍ د خوندیتوب پر بنسټ ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د جبل السراج سیمنټو دویمې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (پنجشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د جبل السراج سیمنټو دویمې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره ولیدل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د دوه سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت اړوند پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS