د سټنډرډ عالي شورا د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

masih_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۳:۴۴
د سټنډرډ عالي شورا د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا څلورمه فوق‌العاده غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، دا فوق‌العاده غونډه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب د دې حکم پر بنسټ چې: «سټنډرډ ملي اداره او د بې کیفیته تېلو د مخنیوي هیئت په ګډه افغانستان ته د واردېدونکو تېلو لپاره په لسو کاري ورځو کې نوی نورم جوړ کړئ او موږ ته یې راولېږئ.» جوړه شوې ده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، په هېواد کې د اقتصادي ثبات او د عامو هېوادوالو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه اسلامي امارت د بې‌کیفیته وارداتو د کنټرول لپاره یولړ مهم او ګټور ګامونه پورته کړي دي. دا هڅې نه یوازې د داخلي بازار کیفیت ته وده ورکوي، بلکې د مصرف کوونکو باور هم پياوړی کوي.

محترم ملا صاحب د معیار او کیفیت ارزښت ته په اشارې سره وویل، اقتصادي ثبات ته د رسېدو او پر ځان بسیا افغانستان لپاره معیار او کیفیت بنسټیز ارزښتونه دي. معیاري کول نه یوازې د صنعت، سوداګرۍ، کرنې او تولیداتو د کیفیت تضمین کوي؛ بلکې دا د صادراتو زیاتولو، د مصرف کوونکو د حقوقو خوندیتوب او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، د افغانستان اسلامي امارت د سټنډرډ عالي شورا له لارې هڅه کړې چې د هېواد په کچه د معیارونو په برخه کې منظمې پالیسۍ جوړې او یو همغږی، شفاف او د اعتبار وړ سیسټم رامنځته کړي، څو د هېواد ټول سکټورونه ترې ګټه واخلي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سټنډرډونو د تطبیق کمېټې ته سپارښتنه وکړه، څو د سټنډرډ عالي شورا له لوري تصویب شوي سټنډرډونه او د ازمایښت کړنلارې په ښه ډول تطبیق کړي. همداراز خصوصي سکټور ته هم سپارښتنه وشوه، څو په خپلو تولیداتو او وارداتو کې معیارونو او د سټنډرډ عالي شورا له لوري د تصویب شوو سټنډرډونو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي او خپل راپور دې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي معاونیت سره شریکوي.

د سټنډرډ عالي شورا په نننۍ فوق‌العاده غونډه کې د نفتي توکو په برخه کې شپږ سټنډرډونه او ۵۱ ازمایښتي کړنلارې تصویب شوې. دغه سټنډرډونه د ډیزلو، پټرولو، مایع ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند دي، چې تصویب یې د نفتي توکو د کیفیت د لوړولو په لور مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۲مه نېټه په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۸:۴۲
Background image

د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون غونډه جوړه شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې. . .

BACK TO NEWS