محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره وکتل
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره وکتل.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت له لوري د لس زره مېګاواټه پروژې اړوند د ۸۴۵ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل هرکلی وکړ او دا یې په هېواد کې د کاري فرصتونو د ایجاد او اقتصادي ودې د پرمختګ په برخه کې مهمې وبللې.
ښاغلي میرویس عزیزي د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال او د اړوندو ادارو له مسوولینو مننه وکړه، چې په ټولو برخو کې یې ورسره پوره همکاري کړې ده او له هېڅ ستونزې سره نه دي مخ شوي. هغه وویل، دوی درک کړې چې اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ کلک هوډ لري او دا دی نن د مخلصو مسوولینو د هڅو په پایله کې د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول. عزیزي زیاته کړه، د روان کال تر پایه به د برېښنا تولید له ۱۵ تر ۲۰ نورې پروژې هم پيل کړي، چې مجموعي ظرفیت به یې پنځه زره مېګاواټه ته ورسېږي.
د عزیزي ګروپ شرکتونو عمومي رییس خوښي څرګنده کړه، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول مخ ته روان دي، چې هرات ولایت ته د ګازو په را رسېدو سره به له کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ د ګازو لویې شبکې او له ګازو څخه د برېښنا تولید د ۳۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د لویې فابریکې د جوړېدو کارونه پيل کړي. هغه همداراز د طبیعي ګازو او ډبرو سکرو د اکتشاف، استخراج او له هغه څخه د برېښنا تولید په برخه کې له اړوندو ادارو سره د ګډ کار کولو غوښتنه وکړه. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال او اړوندو ادارو مسوولینو په یادو برخو کې د پوره همکارۍ او ګډ کار اطمینان ورکړ.
