ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درېیو میلیاردو افغانیو په ارزښت یو شمېر پروژې منظورې کړې

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۶:۱۷
جدې- تدارکاتو کمېسيون

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درېیو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژو قراردادونه منظور او د ۹ نورو یې تعدیل کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۹ تعدیل او دوې پروژې د تدارکاتي مراحلو د ستونزو له امله رد شوې او په اړه یې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وشوه، څو یې د تدارکاتي پروسې د ټولو اصولو په پام کې نیولو سره بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي. همدارنګه د څلورو پروژو د قراردادونو د قېمتونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، چې له ګټوونکو شرکتونو سره مجلس ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول، د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د باروړونکو موټرو تم‌ځای جوړول، د آقینې – اندخوی او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژو ترمیم، په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د نوري فایبر لین غځول، د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو اساسي جوړول، په بېلا بېلو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS