د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خوست ولایت کې د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ

masih_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۱۶
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خوست ولایت کې د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۹مه نېټه په خوست ولایت کې د جامعه مظهر العلوم نيازي د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. د دستاربندۍ په یادو مراسمو کې د اسلامي امارت یوشمېر مسوولینو، علماوو کرامو، مشایخو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی وو.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادو مراسمو ته د خپلې وینا پر مهال وویل، د اسلامي تاریخ په اوږدو کې مدارس د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو د ترسیخ، د دیني شعور او هویت ساتنې په برخه کې فعال مرکزونه پاتې شوي او ټولنو ته هغه هستۍ وړاندې کوي چې رسول‌الله (ص) خپل وارثان بللي او امت ته د اخلاقو او نبوي چلند معیار ګرځي.

محترم ملا صاحب زیاته کړه، په افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدارسو کې په رښتینې بڼه ظهور وکړ، دا روایت له مدارسو راوټوکېد، کلیو او ښارونو ته یې سرایت وکړ او په داسې دوامداره مقدسه مبارزه بدل شو چې سترو کفري لښکرو ته یې شرموونکې ماتې ورکړه.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دیني مدارسو له مسوولینو او فارغ شوو فاضلانو څخه وغوښتل چې د وعظ او منبر ژبه نوره هم نرمه او ښایسته کړئ، د دیني مکلفیتونو ترڅنګ خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه او فکر ورکړئ، له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې برخورد کوئ، په خپل علم عمل وکړئ، په خپله برخه کې لا ډېره مطالعه او پرمختګ وکړئ.

محترم ملا صاحب زیاته کړه: «تاسې ته ښه معلومه ده چې اوس د ټکنالوژۍ دور دی؛ کوشش وکړئ چې له معاصرو زده کړو او اړتیاوو سره هم ځانونه بلد کړئ، څو په واقعي ډول د دین او ولس خدمت وکولای شئ او ولسونو ته دیني شعور او فهم په معاصره او قابل فهم ژبه انتقال کړای شئ.»

محترم ملا صاحب د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل، له نېکه‌مرغه د هېواد په کچه د اقتصادي ودې په برخه کې اوسمهال ډېرې مهمې ملي پروژې او کارونه روان دي، د نړۍ له هېوادونو سره تجارتي اړیکې پراخې شوې، داخلي تولیداتو ته مناسب بازارونه موندل شوي او د امارتي منابعو د غوره مدیریت لپاره په مهمو ملي پلانونو او ستراتیژیو کار روان دی.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو فارغو شوو فاضلانو او د هغوی محترم کورنیو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې له خپل علم څخه د دین، هېواد او د دې شریف ولس د خدمت لپاره ګټه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۶
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د مفید تولیدي شرکت له محصولاتو لیدنه وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، په بلخ ولایت کې د (مفید د خوراکي غوړیو، حیواني خوراکې او چرګانو دانې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښوده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، نن (جمعه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۲۷مه نېټه، د بلخ ولایت په حیرتان دوه لارې کې د (امام شقیق بلخي رح) صنعتي ښارګوټي د. . .

BACK TO NEWS