ملا عبدالغني برادر اخوند په متحده عربي اماراتو کې له افغان سوداګرو سره وکتل

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۰:۴۷
Afghan Business Man

نېټه: د 2022 کال د مې 18مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او ورسره مل هیئت په متحده عربي اماراتو کې له افغان سوداګرو سره وکتل. ملا عبدالغني برادر اخوند افغان سوداګرو ته وویل: «په هېواد کې چې په هره برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لرئ، اسلامي امارت ژمن دی چې زمینه درته برابره کړي. دا زموږ مسؤلیت دی چې تاسې ته د کار کولو امن فضا برابره کړو او په ګډه دا هیواد جوړ کړو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، له نېکه‌مرغه په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره فساد ختم شوی، هر چا ته د کار کولو زمینه برابره ده، موږ پر ټولو افغان سوداګرو او پانګوالو غږ کوو چې راشي او په خپل هیواد کې پانګونه وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: «موږ په داسې حال کې کابل ته راغلو چې د کابل تېرې ادارې ټول بانکونه او د عامو خلکو شتمني لوټ کړي وو، هرڅه ویران وو چې ښه نمونه یې د کابل هوايي میدان دی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همدا راز د ټولو هغو هیوادونو له سخاوت‌مندانه کوربه‌توب مننه وکړه، چې د افغانانو قدر یې کړئ او له هغوی سره یې په بېلابېلو وختونو کې مرسته کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS