ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره وکتل

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۱:۳۷
lecturer

نېټه: د 2022 کال د جنوري 18مه

د ریاستالوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره وکتل. ملا برادر اخوند وویل، لوړې زده‌کړې د یو هیواد د پرمختګ لپاره اړینې دي او د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې له شرعي اصولو سره سم د نارینه او ښځینه‌وو لپاره د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د افغانستان د دولتي پوهنتونونو د ټولنې رئیس پوهاند دوکتور نجیب‌الله امرخېل وویل، افغانستان د سیمې په کچه د لوړو زده‌کړو اوږد تاریخ لري، چې له بده‌مرغه د بېلابېلو حکومتونو د نه پاملرنې له امله یې د پام وړ وده نه ده کړې. امرخېل زیاته کړه، د معاشونو کموالی، د دایمي هستوګنځي نشتون او د استادانو معنوي اړخ په پام کې نه نیول هغه څه دي، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.

 محترم ملاصاحب استادانو ته د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د لوړو زده کړو بهیر په نورمال ډول پيل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS