د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې لومړنۍ کاري غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۱:۱۷
90

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې لومړنۍ کاري غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب د بهیر چټکتیا، د پانګونې د طرحو په طی‌مراحلو کې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د همغږۍ، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو، د چارو د ښه مدیریت لپاره د زمینې برابرولو، د پانګونې پروسو کې د چټکتیا او روڼتیا رامنځته کولو، د امارتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ ښه والي او په افغانستان کې د پانګونې پروژو په اړه پانګوالو ته د لازمو معلوماتو چمتو کولو په موخه جوړه شوې ده. د دې کمېټې د کاري فعالیت له پيل سره سم اوسمهال کورني او بهرني پانګوال کولای شي د دغو معیارونو: (د طرحې سرلیک، د طرحې د وړاندې کوونکي پانګوال/ادارې نوم، د پانګوال (حکمي/حقیقي شخص) په اړه بشپړ معلومات ( د شرکت جواز، آدرس، اړیکې شمېره، برېښنالیک او د استازي د استازولۍ قانوني اسناد)، د طرحې پېژندنه، د طرحې موخې، موخو ته د رسېدو څرنګوالی، د طرحې د پلي کولو لپاره د اړتیا وړ بودیجه او تمویل کوونکې مرجع، د طرحې د پلي کولو موده او له طرحې څخه د ګټې اخیستنې موده)، په نظر کې نیولو سره خپلې طرحې په فزیکي ډول د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون دارالانشاء ته راواستوي او پر دې سربېره یې پر دغه برېښنالیک(AIIMC@dpmea.gov.af)   او اړیکو شمېرو سره (0770985100، 0202100976) هم رالېږلی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS