د ریاست الوزراء لومړي مرستیال په افغانستان کې د آغاخان بنسټ له ځانګړي استازي سره وکتل

fdpm_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۵ - ۸:۲۹
Agha khan

نېټه: د 2022 کال د فبروري 16مه

د ریاست الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د آغاخان بنسټ له ځانګړي استازي یا سفیر علي اکبر پسناني سره وکتل. ملا صاحب په افغانستان کې د دغه بنسټ کارونه وستایل او زیاته یې کړه، چې دوی باید پر ښارونو سربېره په کلیوالي سیمو کې هم خپل فعالیت او خدمتونه پراخ کړي.

ښاغلي پسناني وویل، دوی له شلو کلونو راهیسې له افغان ولس سره په تعلیمي، روغتیایي او ځینو نورو برخو کې فعالیت کوي او له دې وروسته هم هڅه کوي چې خپلو کارونو او خدمتونو ته دوام ورکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS