د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د «مالي جریمو معافیت د صنعت او تجارت ملاتړ» تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۱:۳۰
5u2a0608

د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د مالي جریمو معافیت د صنعت او تجارت ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند ګډون وکړ. په غونډه کې چې د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو مسوولینو ګډون کړی وو، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په خپله وینا کې وویل چې مالیات د یوه هېواد د ملي عوایدو په تامین کې ډېر مهم رول لري. همدا مالیات دي چې د هېوادونو ملي بودجه جوړوي او د ولسونو امنیت، عامه خدمتونه او هوساینه تضمینوي. دغه راز نوموړي زیاته کړه په اوسنیو شرایطو کې ملي بودجه له کورنیو عوایدو برابریږي، نو دا د دوی او په ځانګړي ډول د مالیې وزارت دنده ده چې د مالیاتو په راټولولو کې شفافیت رامنځته کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دا هم وویل چې د سوداګرو او صنعت کارانو په ګډون د ټول هېواد وګړو مسوولیت د افغانستان اسلامي امارت پر غاړه دی، نو په کار ده چې دوی ته په هره برخه کې اسانتیاوې رامنځته او د مال او عزت ساتنه یې وشي. الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلې وینا په بله برخه کې د مالیاتي جریمو معافیت ته په اشارې سره وویل پنځه کلنې او درې کلنې بررسۍ له امله سوداګر له ستونزو سره مخ دي او له همدې امله په بهر کې میشت زیاتره سوداګر هېواد ته د راتګ له پاره زړه نه شي ښه کولای، نوموړي له مالیې وزارت څخه وغوښتل چې دې ستونزې ته دې اساسي حل لاره پیدا او خپل اجرایي میکانیزم دې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي، څو په لوړه کچه په دې اړه تصمیم ونیول شي. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې له سوداګرو او صنعت کارانو څخه وغوښتل چې خپلې مالیې دې په شفاف ډول اړوندو ارګانونو ته وسپاري څو په راتلونکي کې هم اسلامي امارت وتوانیږي له خپلو کورنیو عوایدو څخه خپل لګښتونه پوره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS