د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

dpmea_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۲:۲۳
WhatsApp Image 2023-08-13 at 07.32.50

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال وویل، الله تعالی پر افغانانو کرم وکړ چې له نړیوال اشغال څخه یې خلاص کړل او داسې سرتاسري امنیت یې ور په برخه کې چې دوی یې له لسیزو ارمان کاوه. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو او په ځانګړي ډول ملي سوداګرو او پانګوالو د سر او مال امنیت خوندي نه و، خو له نېکه‌مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره یې امنیت خوندي شوی او اوس په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار کوي.  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ترکیه کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان کې د واحد مرکزي نظام په راتلو سره نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیانو ته هم د پانګونې زمینه برابره شوې، چې ښه بېلګه یې د هرات د غوریانو په معدن کې له افغانانو سره د اروپایي او آسیایي پانګوالو په مشارکت د قراردادونو ترلاسه کول او پانګونه ده. د یاد کنفرانس پر مهال محترم ملا صاحب د اسلامي امارت له لوري پانګوالو ته د رامنځته شوو اسانتیاوو په اړه وویل، چې د سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ او اقتصادي ودې په موخه د اقتصادي کمېسیون په ناستو کې د پانګوالو استازي ګډون کوي، په دولتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د چارو د ژر ترسره کېدو او بیروکراسۍ د مخنیوي په موخه د اقتصادی معاونیت تر چتر لاندې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه ګډه کمېټه جوړه شوې، د کانونو د استخراج په برخه کې کورنیو پانګوالو ته لومړیتوب ورکړل شوی او همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله په هدایت د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړولو چارې روانې دي، چې د سوداګرو او پانګوالو استازي هم پکې حضور لري. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې غونډې په پای کې وویل، افغانستان له سمتي، قومي او ژبني تعصب پرته د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول یې د آبادولو مسؤلیت لرو. زه په ترکیه کې له مېشتو افغان پانګوالو پوښتنه کوم چې نور په خپل کور کې کوم ډول شرایطو او زمینه سازۍ ته انتظار کوئ؟! راځئ دا کور په ګډه جوړ کړو او ولس مو له ناورین او د پردیو له احتیاجه خلاص کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS