د الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او ګاک کمپنۍ تر منځ «د هوايي لارښوونو خدمتونو» قرارداد لاسلیک شو

fdpm_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۹ - ۹:۵۴
۹۶

نېټه: 2022، سپټمبر 8مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او عربي متحده اماراتو د ګاک کمپنۍ تر منځ «د هوايي لارښوونو خدمتونو» قرارداد لاسلیک شو.

د دغه قرارداد د لاسلیک کېدو پر مهال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، څه مهال مخکې زموږ  په حضور کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د متحده عربي اماراتو د ګاک کمپنۍ تر منځ د هېواد د درېیو مهمو هوايي ډګرونو کابل، کندهار او هرات د ځمکنیو خدماتو چمتو کولو قرارداد لاسلیک شو، چې پر اساس یې بېرته ځینې نړیوال پروازونه پيل شول او له شکه پرته دې چارې د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز درلود.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د هېواد د اقتصادي پياوړتیا په موخه دا دي موږ نن له ګاک کمپنۍ سره د هوايي لارښوونو خدمتونو قرارداد لاسلیک کوو.

د یادولو وړ ده چې د دغه قرارداد له تطبیق سره به هغو الوتکو ته چې د افغانستان له فضا څخه تیریږي او یا په نړیوالو هوايي ډګرونو کې ناسته کوي، د هوايي لارښونې چوپړتیاوې د نړیوالو معیارونو مطابق وړاندې کیږي، د الوتکو مصئونیت له دې پلوه خوندي او د عبوري پروازونو د عوایدو سرچینه به یو ځل بیا پرانیستل شي.

دغه قرارداد د دواړو لورو تر منځ مشترک‌المنافع حیثیت لري، چې په دوو پړاوونو کې به په لسو کلونو کې ترسره شي. د دغه قرارداد له مخې به د افغانستان هوايي ډګرونه په معیاري او سټنډرډ تجهیزاتو سمبال او د ګاک کمپنۍ له لوري به د هوايي لارښوونو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې افغانانو ته روزنه ورکول کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سرپل ولایت په مرکز کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې د سرپل ولایت د مرکز اړوند په لومړۍ ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۵
Background image

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۱۰.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

BACK TO NEWS