د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې نن ورځ د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ (DEIK) له رئیس ښاغلي نایل اولپک او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل

dpmea_admin
جمعه ۱۴۰۲/۵/۲۰ - ۱۰:۱۲
WhatsApp Image 2023-08-12 at 08.15.39

د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې نن ورځ د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ (DEIK) له رئیس ښاغلي نایل اولپک او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل. دغه لیدنه د استانبول ښار د ترکیې بهرنۍ سوداګرۍ دفتر په مرکزي ودانۍ کې ترسره شوه، چې ډېرو افغان او ترکي پانګوالو پکې ګډون کړی و. په دې کتنه کې پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو سربېره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هر اړخیز بحث وشو. په دغه ناسته کې د هغو لویو ترکي او نړیوالو کمپنیو رئيسانو او استازو ګډون کړى و، چې د سیمې او نړۍ په کچه د زېربناوو جوړولو، د کانونو استخراج او پروسس، د کرنې میکانیزه کولو، د برېښنا تولید، اوسپنې پټلۍ شبکو جوړولو، د درملو او خوراکي توکو د تولید، سوداګرۍ، مخابراتو او د سیاحت په برخه کې کاري او  د پانګونې اوږده مخینه لري. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې لیدنې پر مهال افغان او ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې. محترم ملا صاحب زیاته کړه چې اسلامي امارت د کانونو، کرنې، برېښنا تولید، زېربناوو، صنعت، مخابراتو، سوداګرۍ او نورو بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته آسانتیاوې برابرې کړې او د پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي. همدارنګه د یادې لیدنې پر مهال د غونډې له ګډونوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو او د ا.ا.ا له لوري د پانګونې په برخه کې د راغلو آسانتیاوو په اړه پوره معلومات هم شریک شول. په یاده غونډه کې د ګډون‌کوونکو کمپنیو استازو چې ډېری یې په افغانستان کې د پانګونې مخینه او تجربه لري، په افغانستان کې پانګونې ته بشپړه لېوالتیا وښوده او څرګنده یې کړه چې له شته فرصتونو به د دواړو هېوادونو په ګټه استفاده کوي. د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ (DEIK) یو غیر دولتي ترکي سازمان دی چې په ۱۹۸۵ ميلادي کال کې رامنځته شوی او د نړۍ په ۱۵۲ هېوادونو کې په مختلفو برخو کې د  پانګونې بريالۍ تجربه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۶
Background image

د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لین غځولو پروژې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن چهارشنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

په جوزجان ولایت کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په ۱۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ جوړه شوه. دې غونډې ته د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د. . .

BACK TO NEWS