الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د بدخشان ولایت له علماوو او مشرانو سره وکتل

fdpm_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۸:۴۵
۱۰۴

نېټه: 2022، اکټوبر5مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د بدخشان ولایت له یوشمېر علماوو، قومي مخورو او استازو سره وکتل.

محترم ملا صاحب د شل کلن اشغال د ختم او د اسلامي نظام راتلو لپاره د بدخشان ولایت د اوسېدونکو او مجاهدینو قربانۍ بې ساري وبللې او زیاته یې کړه، د الله تعالی په نصرت سره اوسمهال په افغانستان کې یو خپلواک اسلامي نظام حاکم دی، چې ټول افغانان یې تر حاکمیت لاندې په ارامۍ سره ژوند کوي.

په دغه لیدنه کې مولوي مجیب‌الرحمن د نورو په استازیتوب وویل، چې د بدخشان ولس په خپل ټول توان سره په هر حالت کې د افغانستان اسلامي امارت څخه اطاعت او ملاتړ کوي. نوموړي همدارنګه د بدخشان ولایت د اوسېدونکو ستونزې هم د حل په موخه شریکې کړې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د بدخشان ولایت علماوو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د نورو ستونزو د حل تر څنګ به په دغه ولایت کې روغتیايي خدماتو د رسېدو په موخه شته روغتون ته هم وسعت ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۱۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سمنګان له والي سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سمنګان ولایت ته د خپل سفر پرمهال نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۴مه نېټه د سمنګان له والي محمد شعیب رسالت او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سمنګان ولایت له زلزله ځپلو سره خواخوږي او غم شریکي وکړه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په ۱۴مه نېټه سمنګان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د پانګونې پر یوشمېر طرحو بحث وشو

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د عقرب میاشتې په دیارلسمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته د هېواد د اقتصادي ودې له پاره د ستراتیژیک چوکاټ. . .

BACK TO NEWS