د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه

dpmea_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۱۲:۵۰
WhatsApp Image 2023-02-19 at 12.28.40 PM

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او د اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې دې پر ځانګړو اقتصادي زونونو د بدلولو په موخه په تدریجي ډول له پلان سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي. په همدې موخه دې له یادو اډو څخه یوازې د بلخ او کابل پر هغو ازمایښتي کار پیل شي. همدا ډول په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د شاه و عروس بند د پاتې چارو د بشپړېدو او د چارو د کیفیت په اړه د اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د یاد بند د پاتې چارو او کیفیت په اړه خپلې څېړنې ترسره او راپور یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي. همدا راز په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اوسپنې پټلۍ او برېښنا اړوند د لومړیتوبونو په موخه دې دوه جلا کمېټې د اوسپنې پټلۍ ادارې په سرپرستۍ او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ جوړې او د اوسپنې پټلۍ او د برېښنا تولید اړوند هغه پروژې مشخصې کړي چې د افغانستان د داخلي عوایدو پر مټ یې ودانیزې چارې بشپړېدای شي. همدا ډول په غونډه کې پر بار وړونکو موټرو د GPS سیستم نصبولو موضوع په اړه بحث وشو. پرېکړه وشوه چې موظفه کمېټه دې په دې اړه له اړوندو شرکتونو سره خبرې وکړي او راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي. د غونډې په بله برخه کې د نوي ښار د پارک جوړولو په طرحه هر اړخیز بحث وشو. پرېکړه وشوه چې په یاده طرحه کې راغلي تعدیلونه دې له کور او ښار جوړولو وزارت او همدارنګه کابل ښاروالۍ سره شریک او له هغې وروسته دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي. د غونډې په پای کې د هغو سترو زیربنايي پروژو په اړه بحث او راتلونکی کال ورته د بودیجې د ځانګړي کولو منظوري ورکړل شوه، چې د کارونو ډېره برخه یې ترسره شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS