د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیټس سره په ارګ کې ولیدل

dpmea_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۵:۹
5U2A1794

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیټس سره په ارګ کې ولیدل. د دغه لیدنې پر مهال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، واک ته د ا.ا.ا په رسېدو سره د نشه‌يي توکو د کښت او اداري فساد پر له منځه وړلو سربېره په ډېری پرمختیايي برخو کې پرمختګونه شوي دي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د یو هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره امنیت ډېر مهم دی چې له نېکه‌مرغه په افغانستان کې اوسمهال سرتاسري امنیت تأمین شوی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، موږ د امنیت د تأمین، عمومي عفوې، اداري فساد ختمولو، پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو درملنې او نورو بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایو او ملاتړ یې کوو. نوموړي زیاته کړه، د تېرو ۴۰ کلونو په پرتله اوسمهال په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د افغانانو د ښه راتلونکي لپاره امیدونه زیات شوي. د مارټین ګریفیټس په خبره، نړیواله ټولنه د افغانستان د ستونزو  حل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده. اوسمهال د دغه تعامل لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی او ډېری ستونزې حل شوې دي. په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له بشري مرستو د مننې تر څنګ وویل، اسلامي امارت د خپل هېواد د بهبود په موخه ټولې هغه ستونزې له منځه وړې چې نړیوالې ټولنې یې هم په اړه اندېښنې درلودې، نو اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه د پر ځان بسیا او آباد افغانستان لپاره رغنده رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۲۴
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د قطر له سفیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (دوشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د قطر دولت له سفیر ښاغلي مردف. . .

BACK TO NEWS