د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پېښو ته د رسېدو کمېسیون ناسته ترسره شوه

fdpm_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۱۱:۵
۹۲

نېټه: 2022، اګسټ 27مه

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پېښو ته د رسېدو کمېسیون ناسته وشوه. په یاده ناسته کې هم د تېر په څېر د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو د ستونزو پر حل خبرې اترې وشوې. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال پېښو ته د رسېدو کمېسیون اړوندو ادارو کارونه و ارزول او اړوندو مسؤولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال دې زیانمنو شوو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند پر دې سربېره ټینګار وکړ، چې د ولس خدمت او د هغوی د ستونزو حلول د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دی او دوی به په پوره ژمنتیا سره دا کار کوي. محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند همدارنګه د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د مرستو په وېش کې هم د شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اړوند وزارتونه او ادارې باید په ډېر شفاف ډول زیانمنو شوو ته مرستې تقسیم کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند پېښو ته د رسېدو کمېسیون ټولو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې دې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ونیسي. پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو وزارتونو او ادارو وویل؛ هغه ولایتونو کې، چې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي په وخت د مرستې ټیمونه لېږلي او تر ډېره یې له زیانمنو شوو خلکو سره لومړنۍ مرستې کړې دي. د یادولو وړ ده، چې د تېرې یوې میاشتې په جریان کې په هېواد کې د راغلو سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان شهیدان او ۲۶۵ ټپيان شوي، ۶ لکه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې، په زرګونو څاروي له منځه تللي او په سلګونو کانالونه، کارېزونه، کوچني بندونه او استنادي دېوالونه خراب شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۱
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ظاهر شاهي مارکېټ په تړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۲مه نېټه په هرات ولایت کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۸
Background image

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډه ته په کابل ولایت کې د کلولې پشتې پر غونډۍ د پانګونې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه. په غونډه کې د کلولې پشتې. . .

BACK TO NEWS