د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د کجکي بند دویم فاز پرانیست

fdpm_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۵ - ۱۶:۴۶
79

نېټه: 2022، جولای 27مه

د دغې پروژې پرانیست‌غونډې ته محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: «نړیوالو زموږ وطن اباد نه، بلکې ویران کړ او اوس یې موږ په جوړولو بوخت یو. دا وطن د پردیو په مرستو او خیراتونو نه جوړېږي، خپله به خپل وطن په خپلو تولیداتو آبادوو.» د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په یاده پرانیست‌غونډه کې د اسلامي امارت پر مسؤلینو غږ وکړ، چې تر خپلو شخصي کارونو د ولس کارونو ته ډېر متوجې واوسي او ستونزې یې ورحل کړي. ځکه په خبره یې، دا هغه ملت دی چې د اسلامي نظام د راتګ لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې او باید هېرې نشي. د یادولو وړ ده چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره د کجکي بند د برښنا ظرفیت له 51 څخه 151 میګاواټو ته لوړ شوی او پر هلمند سربېره به کندهار ته هم برښنا ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۷:۲
Background image

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن (یکشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۲۰
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په درېیمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

بهرنیو هېوادونو ته د اینجې د صادراتو او اړونده ستونزو د حل په اړه بحث وشو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې بهرنیو هېوادونو. . .

BACK TO NEWS