د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ازبیکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار سره وکتل

fdpm_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۹:۳۸
62

نېټه: 2022، جون 19مه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د ملي امنیت شورا له سلاکار او په بهرني سیاست کې د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

په دغه ناسته کې د افغانستان-ازبیکستان تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو، له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو پر پياوړتیا، د لویو اقتصادي پروژو پر ژر پيل او ګډو همکاریو خبرې وشوې. ښاغلي کاملوف وویل، په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو نوی څپرکی پرانیستل شوی او د خوښۍ ځای دی چې د دغو اړیکو له مخې د افغانستان پر اقتصادي بیارغونه او د اقتصادي سیستم پر پياوړي کولو په ګډه خبرې کېږي.

نوموړي زیاته کړه، تاشکند راتلونکې جولای میاشت کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي، چې د اسلامي امارت لوړ رتبه استازي ته هم پکې د ګډون بلنه ورکوي

ملا عبدالغني برادر اخوند ښاغلي کاملوف ته د نوې دندې مبارکي وویله او د تاشکند له لوري د جوړېدونکي نړیوال کنفرانس هرکلی  یې وکړ او دا یې د روابطو د رامنځته کولو لپاره مثبت ګام وباله.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند ټینګار وکړ، ازبیکستان چې هرڅومره ژر کولی شي د ترمز-کابل-مزارشریف-پېښور رېل پټلۍ په ګډون د برښنا او هوايي چلند په برخو کې د نیمګړو پروژو کارونه بشپړ کړي.

په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پياوړتیا ټینګار وکړ او د لا پراختیا هیله یې وښوده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د تایید وړ وبلل شوې

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه  نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.  دې غونډې ته د کابل ښار  په لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۵ پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د جوزا میاشتې په دوهمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۱ - ۱۸:۴۲
Background image

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس سره وکتل

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن پنجشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په بلخ ولایت کې د ازبیکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي. . .

BACK TO NEWS